ايران د جګړې له پيل راهيسې د امريکا پر ۲۲۸ پوځي اهدافو او مرکزونو بريدونه کړي

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

 

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې ايران د امريکا او اسرائيلو د بريدونو په ځواب کې په سیمه کې د امریکا سره تړلي سلګونه مرکزونه او هدفونه ويشتلي او ډیرۍ یې خورا زیانمن کړي دي.

 

په راپور کې ويل شوي چې په منځني ختيځ کې د ايران له لورې لږ تر لږه ۲۲۸ هغه اهداف په نښه شوی چې د امريکايي پوځي تاسيساتو او اړوندو پوځي جوړښتونو سره يې ژور تړاو درلود.

 

د راپور له مخې، په دغو بريدونو کې يادو مرکزونو ته فزيکي زيان هم اوښتی، او ځينې عمليات د بې‌ پيلوټه الوتکو او توغنديو له لارې ترسره شوي دي.

 

دغه شمېر د هغو رسمي ارقامو په پرتله په څرګند ډول لوړ بلل شوی چې تر دې مخکې د امريکايي حکومت له لوري خپاره شوي وو.

 

راپور زياتوي چې دا بريدونه د سيمې په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شوي او هدف يې د امريکايي ځواکونو د پوځي حضور کمزوری کول بلل شوي دي.

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: