د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان د روغتیايي سکتور د ملاتړ په موخه د قزاقستان له لوري د بشري مرستو یو کڅوړه چې درمل او طبي وسایل پکې شامل دي، نن ماښام (پنجشنبه) افغانستان ته راورسېده.
د خبرپاڼې له مخې، په دې مرستو کې پنځه ډوله درمل او بېلابېل توکي لکه کمپلې، بالښتونه او د ژمي خیمې شاملې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا مرستې د قزاقستان او افغانستان تر منځ د بشري همکاریو په چوکاټ کې ترسره شوې او موخه یې د وروستیو زلزلو له زیانمنو سیمو سره د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا ده.
