ایران غواړي له چین سره په مستقیم ډول د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ نوې لاره وغځوي. د ایران د اوسپنې پټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ مشر شهریار نقي زاده ویلي، دا ستره پروژه به د ایران سوداګریزه لاره له چین سره ونښلوي او د ترانسپورتي واټن کچه به نږدې ۵۰ سلنه راکمه کړي.نقي زاده زیاته کړې، چې د افغانستان له لارې له چین سره نښلېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانسپورتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره اغېزمنه حل لاره ده. د هغه په وینا، دا مهال ایراني توکي د چین، قزاقستان او ترکمنستان له اوږدو او ستونزمنو لارو چین ته لېږدول کېږي؛ خو که دا نوې پروژه عملي شي، ایران به وکولای شي خپل توکي په اسانه توګه چین او حتا اروپا ته صادر کړي.د یادې طرحې له مخې، رېل پټلۍ به له ایران څخه تر هرات پورې وغځېږي، له هغه ځایه به مزارشریف ته ورسېږي او بیا به د واخان دهلېز له لارې د چین د سین کیانګ ایالت سره ونښلول شي. دغه پټلۍ د ۱۴۳۵ ملي متر په پلنوالي طرحه شوې او یوازې تر هرات پورې به ۶۴ کیلومتره نوې پټلۍ پکې جوړه شي.ایراني چارواکي وایي، د دې سترې پروژې چارې به د ایراني شرکتونو ترڅنګ افغان شرکتونه هم پر مخ یوسي، چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او سیاسي اړیکې لا پیاوړې کړي.بلخوا، ایراني چارواکو څرګنده کړې، چې له افغانستان سره د رېل پټلۍ له لارې سوداګري په بې ساري ډول زیاته شوې ده. د دوی په وینا، د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د رېل پټلۍ له لارې صادرات ۱۵ زره ټنه وو، خو په لسو میاشتو کې دا کچه ۵۷۰ زره ټنو ته رسېدلې، چې ۳۸ برابره زیاتوالی ښيي.

ایران د افغانستان له لارې چین ته د مستقیمې رېل پټلۍ د غځولو طرحه اعلان کړه
Total Views:
0