په هرات کې د ښځو لپاره یوې ځانګړې راډیو په فعالیت پېل کړی

مېرمنې

په هرات کې د ښځو لپاره یوې ځانګړې شخصي راډیو د «نوای زن» په نوم فعالیت پیل کړی دی.

په دې راډیو کې له لسو زیاتې ښځینه خبریالانې د ښځو اړوند بېلابېل خپرونې جوړوي او خپروي.

شبنم کریمي، ددغې راډیو مسؤله وایي: «دا راډیو ځانګړې د ښځو لپاره ده او ټول کارکوونکي یې ښځې دي. زموږ هدف د ښځو غږ پورته کول دي.»

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: