په یو شمېر خلیجي هېوادونو کې د خطر زنګونه وهل شوي

خبرونه سيمه نړۍ

د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونه د ایراني توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو د شنډولو لپاره فعال شوي دي.

په قطر کې د پلازمېنې دوحې له ځینو سیمو د چاودنو غږونه د اورېدل کېدو راپورونه ورکړل شوي او د دغه هېواد هوايي دفاع هم فعاله شوې ده. چارواکو له خلکو غوښتي چې په کورونو او خوندي ځایونو کې پاتې شي.

په بحرین کې هم د هوايي بریدونو د خطر خبر ورکړل شوی او خلکو ته ویل شوي چې خوندي ځایونو ته لاړ شي.

دا پېښې وروسته له هغې رامنځته شوې چې امریکا اعلان وکړ، د هرمز تنګي کې د یوې سوداګریزې بېړۍ د برید په ځواب کې یې د ایران پر ځینو هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.

ایران مخکې خبرداری ورکړی و چې که امریکا او متحدین یې پر ایران نور پوځي اقدامات وکړي، نو د سیمې امریکايي اډې به په نښه کړي.

تر اوسه د دغو بریدونو د مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

Total Views: 1
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ