د هند د کلتوري اړیکو شورا اعلان کړی چې د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ تحصیلي کال لپاره به د جولای له ۱۵مې نېټې د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین بورسونو نوملیکنه پیل شي.
دا بورسونه د لیسانس او ماسټرۍ د انلاین زدهکړو لپاره دي او د هند د ټاکل شویو پوهنتونونو له لارې وړاندې کېږي.
په دې بورس کې یوازې د زدهکړو فیس ورکول کېږي. محصلانو ته میاشتنی معاش یا نور مالي امتیازات نه ورکول کېږي.
هغه افغانان چې غواړي ګډون وکړي، کولای شي د ویدیا بهارتیا د انلاین پورټل له لارې خپل غوښتنلیک ثبت کړي.
Total Views:
0
