بلوچستان کې د وروستیو ناامنیو پر سر د حکومت او پرلت خبرې بې‌ پایلې پاتې شوې

خبرونه

د مستعمیره بلوچستان په کوټه ښار کې د زیارت ولسوالۍ د خونړۍ پېښې پر ضد پیل شوی اعتراضي پرلت څلورمې ورځې ته داخل شوی دی.

د پرلت ګډونوال وایي، حکومت لا هم د دوی مهمې غوښتنې نه دي منلې، نو ځکه به خپل سوله ‌ییز اعتراض ته دوام ورکړي.

بلخوا، د بلوچستان حکومت وایي چې د پرلت له استازو سره خبرې روانې دي او د زیارت پېښې د څېړنې لپاره یې د قضایي کمېسیون د جوړولو ژمنه کړې ده. حکومت وایي، د نورو غوښتنو په اړه هم خبرو ته چمتو دی.

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ