ډان ورځپاڼه: د لارو بندېدو او اقلیمي بدلونونو د پاکستان د امو بازار اغېزمن کړی

خبرونه

د پاکستان د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د امو صادراتو کمېدو او اقلیمي بدلونونو د دغه هېواد باغداران له لویو مالي زیانونو سره مخ کړي دي.

راپور وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د اوږدې مودې بندېدو له امله افغانستان سږ کال له پاکستانه ام نه دي وارد کړي.

همداراز د ایران جګړې د سمندري لېږد ستونزې او لګښتونه زیات کړي، چې د ام صادرات یې اغېزمن کړي دي.

د اقلیمي بدلونونو له امله د پاکستان د امو تولید هم شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ سلنې کم شوی او د ام باغداران له سختو ستونزو سره مخ دي.

Total Views: 1
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ