ایران: هرمز تنګي کې مو پر دوو تیل وړونکو ‌بېړیو برید کړی

خبرونه

د ایران سپاه پاسداران ویلي چې په هرمز تنګي کې یې د تېلو پر دوو بېړیو برید کړی دی.

د دوی په وینا، دغو بېړیو د تګ راتګ اصول نه وو مراعات کړي او له ټاکلې لارې پرته روانې وې.

بل لور ته، متحده عربي اماراتو او بحرین ویلي چې په دغو بریدونو کې د یوې بېړۍ یو کارکوونکی وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.

سپاه پاسداران خبرداری ورکړی چې که دا ډول تګ راتګ دوام وکړي، د سیمې امنیت او د نړۍ د انرژۍ بازار به له نورو ستونزو سره مخ شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ