د پکتیکا امنیه قومنداني: په ټانکر کې د لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې

خبرونه

د پکتیکا ولایت امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د ځنګلونو د ساتنې او څارنې قطعې د لرګیو د ناقانونه لېږد پر مهال یو ټانکر موټر نیولی دی.

د امنیه قوماندانۍ په وینا، په دغه ټانکر کې لرګي په پټه او ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو، چې غوښتل یې په ناقانونه ډول غزني ولایت ته ولېږدول شي.

چارواکي وايي، دغه موټر د سروبي ولسوالۍ له رباط سیمې څخه بار شوی و او د سروضې ولسوالۍ اړوند د پړاو په سیمه کې د ځنګلونو د ساتنې قطعې له خوا کشف او ونیول شو.

د پېښې په تړاو د ټانکر چلوونکی هم نیول شوی او اوس د چارواکو په توقیف کې دی. د موضوع په اړه پلټنې روانې دي.

#شعورنیوز

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ