پر کونړ سسیند د بند جوړولو لپاره د پنځو سیمو سروې بشپړه شوې

خبرونه

په اسعداباد کې د ا.ا د برېښنا مسوولانو ویلي، چې د کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو لپاره د پنځو سیمو سروې او تخنیکي چارې بشپړې شوې دي.

د کونړ ځايي چارواکو ویلي، د دغې سروې موخه پر کونړ سیند د اوبو او برېښنا بندونو د جوړولو لپاره د مناسبو ځایونو معلومول دي.

د کونړ د برېښنا امر عمر ګل نایب ویلي، د لومړنیو تخنیکي چارو له بشپړېدو وروسته به په دغو سیمو کې د بندونو د جوړولو عملي کارونو ته زمینه برابره شي.

د کونړ اوسېدونکو د دې پروژې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د بندونو په جوړېدو سره به یې کرنیزې ځمکې او کورونه د سېلابونو له خطرونو خوندي شي او د سیمې اقتصادي پرمختګ ته به زمینه برابره شي.

تر دې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزارت هم پر کونړ سیند د بند جوړولو په برخه کې د اوبو د سرچینو د مدیریت لپاره د همکارۍ چمتووالی ښودلی و.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ا.ا ځینو مشرانو له پاکستان سره د وروستیو نښتو وروسته پر کونړ سیند د بند جوړولو خبر ورکړی و.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ:

ځواب پرېږدئ