کوټه، بلوچستان – د بلوچ یووالي کمېټې ویلي چې بلوچ او پښتانه له لسیزو راهیسې د ریاستي ظلم او نسل وژنې له کړنو سره مخ دي.
کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په بلوچستان کې خلک له جبري ورکېدنو، صحرایي وژنو، ډله ییزو سزاوو او د سیاسي غږونو له ځپلو سره مخ دي، او په پښتون مېشتو سیمو کې هم ناامني، بې ځایه کېدل او دوامداره بې ثباتي خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د بلوچ یووالي کمېټې ټینګار کړی چې د خلکو ستونزې باید د زور پر ځای د عدالت، د قانون د حاکمیت او سیاسي خبرو اترو له لارې حل شي. کمېټې له ټولو سیاسي او ټولنیزو ځواکونو او د بشري حقونو له ادارو غوښتي چې د عدالت لپاره خپل غږ پورته کړي.
#شعورنیوز
Total Views:
0
