د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د فوټسال اسیایي جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ بریا ترلاسه کړه او د سعودي عربستان ملي لوبډلې ته یې د درې پر صفر (۳–۰) په توپیر ماتې ورکړه.په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره رضا حسین پور دوه ګولونه او امید قنبري یو ګول وواهه او د لوبډلې بریا یې یقیني کړه.یاده لوبه د ۲۰۲۶ کال د فوټسال اسیایي جام د سیالیو په لړ کې ترسره شوه، چې د افغانستان ملي لوبډلې پکې پیاوړی او منظم لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
Total Views:
0
