Ghazni ANRCC

غزني کې د ۳۰ کشمش پاکولو خونې، ۲۰ د پياز او کچالو ذخيره خونې جړول

خبرونه زراعتي خبرونه ګټور خبرونه

د غزني ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست خبر ورکوي چې د ANRCC پروژې په همکارۍ د کرنيزو محصولاتو د ساتنې لپاره ۳۰ کشمش‌ خونې او ۲۰ د پياز او کچالو ذخيره‌ خونې جوړې کړې دي.
دغه خونې د غزني په مرکز او ولسواليو ده‌ يک، اندړ، ناوه او مالستان کې جوړ شوي دي.
د تخنيکي هيئت له‌ خوا د پروژې ارزونه بشپړه او د کار کيفيت تائيد شوي، وروسته له هغې يادې پروژې رسماً مستفيدينو ته وسپارل شوې.
باغدارانو او کروندګرو د دغو تاسيساتو له جوړېدو خوښي څرګنده کړې او هيله يې ښودلې چې دا ډول پروژې به د حاصلاتو د ضايع کېدو مخه ونيسي، د محصول کيفيت وساتي او د دوي عايد به لوړ کړي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: