د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ناندريو له زياتېدو سره، د پاکستان پوليسو د افغان کډوالو پر وړاندې نوي محدوديتونه وضع کړي دي.
راپورونه ښيي، په راولپنډۍ ښار کې پوليسو خلکو ته سپارښتنه کړې چې له بې اسناده افغان کډوالو سره د کور، کار او يا اوسېدو ځاي شريک نه کړي.
امنيتي چارواکو خبرداري ورکړي، که څوک له ناقانونه افغان کډوالو سره سوداګري وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.
دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د کابل او اسلام اباد اړيکې د استانبول د خبرو تر ناکامېدو وروسته لا پسې ترينګلې شوې دي.
Total Views:
0
