سهيل افريدي: د پښتونخوا د ټولو قومونو ستره جرګه د یکشنبې په ورځ را بلل کېږي

خبرونه راپورونه سيمه نړۍ نړېوال خبرونه

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي اعلان کړی، چې د خیبر ټولو مېشتو قومونو ستره جرګه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د جمرود فوټبال لوبغالي کې ترسره شي.نوموړي د تیراه د امنیتي وضعیت په اړه ویلي، چې د عمران خان د حکومت له ړنګېدو وروسته وسله‌ وال یو ځل بیا سیمې ته ستانه شوي دي. د هغه په وینا، په هماغه مهال هم جرګې جوړې شوې وې؛ خو د عمران خان حکومت دا دریځ درلود چې دا اندېښنې یوازې تبلیغات دي.سهیل اپریدي زیاته کړې، چې د تړلو دروازو تر شا د شویو پرېکړو پایله دا شوه چې ناامني بېرته را وګرځېده او د هېواد اقتصاد ته سخت زیان واوښت. هغه وویل، دا مهال پانګه‌ وال او ځوانان د پاکستان پرېښودو لارې لټوي.د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر دا هم روښانه کړې، چې په تیراه کې دا مهال هېڅ ډول پوځي عملیات نه‌ دي روان او د خلکو بې‌ ځایه کېدل د عملیاتو له امله نه‌ دي.نوموړي زیاته کړه، چې د صوبې د ټولو سیاسي ګوندونو په ګډه جرګه کې د ټولو په رایه ۱۵ ماده‌ ییزه اجنډا منظوره شوې او پرېکړه شوې چې د ستونزو د حل لپاره به په ګډه کار کېږي، څو دوامداره امن ټینګ شي.د هغه په وینا، د صوبایي حکومت له لوري د اغېزمنو خلکو د مرستې او ساتنې لپاره څلور مېلیارده روپۍ ځانګړې شوې دي. سهیل اپریدي ټینګار کړی، چې ایالتي حکومت به د تیراه سیمې هغه کورنۍ یوازې پرېنږدي چې بې‌ ځایه شوې دي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: