تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې تر ۱۶۳ زره میټریک ټنه زیات توکي انتقال شوي

خبرونه سوداگري

د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې تېره اونۍ د رېل پټلۍ له لارې ۱۶۳ زره او ۴۳۷ مټریک ټنه سوداګریز توکي انتقال شوي دي.

د یاد وزارت په وینا، د حیرتان بندر له لارې ۱۱۷ زره ۲۱۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۳ زره ۳۰۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۸ زره ۸۳۸ ټنه او د خواف–هرات رېل پټلۍ له لارې ۱۴ زره ۸۲ ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په تېره اونۍ کې ۲۰۲ ټنه صادرات شوي چې ډېره برخه یې د انار جوس دی.

یاد وزارت زیاتوي، د رېل پټلۍ له لارې د انتقالاتو او صادراتو زیاتوالی د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او عوایدو د زیاتېدو لامل ګرځي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: