Skip to main content

شعور خبری اژانس

خبرونه:

ویډیوګانې:

Error 404 The playlist identified with the request's playlistId parameter cannot be found. : playlistNotFound

تازه پر لیکه شوې لیکنې:

تازه خبرونه:

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتو لنډیو غورچاڼ

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
څڼې اوږدې ښې دي که لنډې
دلنډوڅڼوسوداګرراغلي دينه
څڼې دې هسې رنګه خوندکا
لکه دغره پرسرچې بادوهي ګلونه
څوتومتونه مې يونه سې
کله به بيامومې زمادزلفوولونه
څوچې دمينې مينه نه وی
ماپرلالي باندې پرڅه وړل زحمتونه څوچې دشنه اسمان زړه شين دی زمالالی دې په زړه شين نه وي مينه
څودوطن ياران خبرېږې
زمابه يې زنه په ململ تړلې وينه
څودوطن ياران خبرېږې
زمابه زنې ته ول پروت وي مړبه يمه څوک به دې مړکړي ښکليه ياره دسپينې خولې تمه مې مه کوه مينه څوک به دې مړکړي ښکليه ياره پردۍ بړستنې جګوې شمارې خالونه څوک به بری راباندې وکا موږ پښتانه يو دپښتوپه مينه مرونه
څوک چې په سروشونډوعادي شي
قندوشکرې تويوي چې ترخه دينه
څوک چې دچادچينې ګل شي
مناسب نه دی چې سوکړې به ورکوينه
څوک چې دچادچينې ګل شي
مناسب نه دی چې سوکړې پرې تېروينه
څوک چې دچادچينې ګل شي
مناسب نه دی چې څوک لاس ورته وروړينه
څوک چې دچاکورته ورشي
مناسب نه دی چې تش له وره نه ځينه
څوک چې دخپل وطن دښمن وي که په سندان خوله لګوي کتره ترې وړينه
تل شرمنده به ددنيااخرت وينه څوک چې دبخت پرتخت ناست وي څوک چې دغم درياب لاهوکړي که لامبوزن وي ترې به هېرشي ګودرونه څوک چې رښتيني عاشقان وي خلک لاپرېږده اسمان کين ورسره کړينه څوک چې ژړاپه سپين سهارکا څښتن به ورکړي دخپل يارښه ديدنونه

راپورونه

سوداګري:

لنډۍ:
لنډۍ – د پښتو ادب زړه راښکونکې خزانه

لنډۍ د پښتو ژبې له تر ټولو پخوانیو او مشهورو ولسي شاعرانو څخه ده. دا د پښتنو د احساساتو، مینې، درد، غیرت، فداکارۍ او ژوند د تجربو لنډه خو ژوره څرګندونه ده.
لنډۍ عموماً په دوو مصرعو (کرښو) کې ویل کېږي:

  • لومړۍ مصرعه یې نهه هجې لري،

  • دویمه مصرعه یې دیارلس هجې لري.

دغه کوچنی خو اغېزمن شعر د پښتنې ښځې او سړي د زړه غږ ګڼل کېږي. ډېری لنډۍ د ښځو له خولو راوتلې دي، ځکه ډېر وخت د هغوی د احساساتو، پټو دردونو او نه‌وایلو خبرو ترجماني کوي.

لنډۍ د موضوع له مخې بېلابېل ډولونه لري: د مینې، جلاوالي، ویاړ، وطن، جرئت، مورنۍ مینې او حتی طنز او انتقاد لنډۍ.

دا ولسي شعرونه د پښتو ادب بنسټیزه برخه جوړوي، ځکه د لیکل شوو اثارو نه مخکې د خلکو په خولو، جرګو، ودونو او د شپې ناستو کې ویل کېدې.


د بېلګې په توګه:

 

د لیونۍ په زړه به څه وو
وروستي دیدن کې يې کاږه راوکاتنه


لنډۍ نه یوازې د شعر یو ډول دی، بلکې د پښتنو د ژوند، کلتور او احساساتو ژوندي انځورونه هم دي. دا د پښتو ادب یوه داسې خزانه ده چې هره لنډۍ یې د یو اوږد داستان لنډ تعبیر ګڼلای شو.

نړۍ