د هلمند ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د افغانستان د پنبې صادراتو نړیوالو بازارونو ته لار موندلې او دا محصول اوس د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګله دېش او ایران ته صادرېږي، چې افغان سوداګرو ته یې نوې اقتصادي هیلې پیدا کړې دي.د يادې خونې مسؤلانو ویلي، که څه هم له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو ستونزې رامنځته کړې، خو دا وضعیت افغان سوداګر دې ته وهڅول چې د خپلو توکو لپاره بدیل بازارونه ولټوي.د دوی په وینا، د افغانستان پنبه دا مهال د بنګله دېش، ترکیې او ایران په بازارونو کې د پاکستان په پرتله په لوړه بیه پلورل کېږي، چې دا کار د پنبې د تولید او صادراتو لپاره یو مهم اقتصادي فرصت ګڼل کېږي.مسؤلان زیاتوي، له پاکستان سره د نږدې څلور میاشتو لپاره د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته، افغان سوداګرو په تدریجي ډول د صادراتو نوې لارې فعاله کړې او وتوانېدل چې د خپلو سوداګریزو فعالیتونو یوه لویه برخه بېرته منظم کړي.پنبه د افغانستان له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه ده او هلمند د دې محصول له سترو تولیدوونکو ولایتونو څخه ګڼل کېږي. افغان محصولاتو ته د بدیلو بازارونو موندل کولی شي د هېواد د کرنې، صادراتو او سوداګرۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

د هلمند سوداګرۍ خونه: د افغانستان پنبه ترکیې، بنګله دېش او ایران ته صادرېږي
Total Views:
0