Skip to main content

شعور خبری اژانس

خبرونه:

ویډیوګانې:

Error 404 The playlist identified with the request's playlistId parameter cannot be found. : playlistNotFound

تازه پر لیکه شوې لیکنې:

تازه خبرونه:

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتو لنډیو غورچاڼ

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
اسمانه کړنګ وهه رالوېږه
دوستان دې خلاص وي غمازان دې لاندې وينه
اسمانه تنګ وهه ورېږه
يار مې للمې کرلې دي چې پڼه شينه
اسماني تندرشوې جانانه
په ماراپرېوتې ذرې ذرې دې کړمه اشنا به هلته وفا وکړي چې دمرګي په لاره واخلي قدمونه
اشناپوښتنې ته مې راشه
ستادهجران په تبه پروت يم مړ به شمه
اشناپه خوله کې ژبه غواړي
په خونديې نه دی خپل قلنګ جاري کوينه
اشناپه داسې لمبو وسوم
نه يې لوګی شته نه يې تاوچاته ورځينه
اشناپه سمه زه په سوات يم
سمه دورانه شي چې دواړه سوات ته ځونه
اشناپه ماپسې رنځوردی
طبيبان خوشې خپل دارو خاورې کوينه
اشناپه نورو ګلو مست دی
دکوټې شاته يې وراسته شول زېړ ګلونه
اشناپه تلو کې بېرته ګورې
په پرهاري زړګي مې مالګې دوړوينه
اشناټپوس نسته دباز که
زه کم نصيبه يې په ناسته غولېدمه
اشناچې تلو ماته يې ووې
چې ترقيامته پورې نشته ديدنونه اشناچې هسې مخ ښکاره کړي دبېلتانه په تياره لمر وخېژوينه اشناچې ماسره په خولا وی زه دغمازانو دلمسون څه پروا لرمه

راپورونه

سوداګري:

لنډۍ:
لنډۍ – د پښتو ادب زړه راښکونکې خزانه

لنډۍ د پښتو ژبې له تر ټولو پخوانیو او مشهورو ولسي شاعرانو څخه ده. دا د پښتنو د احساساتو، مینې، درد، غیرت، فداکارۍ او ژوند د تجربو لنډه خو ژوره څرګندونه ده.
لنډۍ عموماً په دوو مصرعو (کرښو) کې ویل کېږي:

  • لومړۍ مصرعه یې نهه هجې لري،

  • دویمه مصرعه یې دیارلس هجې لري.

دغه کوچنی خو اغېزمن شعر د پښتنې ښځې او سړي د زړه غږ ګڼل کېږي. ډېری لنډۍ د ښځو له خولو راوتلې دي، ځکه ډېر وخت د هغوی د احساساتو، پټو دردونو او نه‌وایلو خبرو ترجماني کوي.

لنډۍ د موضوع له مخې بېلابېل ډولونه لري: د مینې، جلاوالي، ویاړ، وطن، جرئت، مورنۍ مینې او حتی طنز او انتقاد لنډۍ.

دا ولسي شعرونه د پښتو ادب بنسټیزه برخه جوړوي، ځکه د لیکل شوو اثارو نه مخکې د خلکو په خولو، جرګو، ودونو او د شپې ناستو کې ویل کېدې.


د بېلګې په توګه:

 

د لیونۍ په زړه به څه وو
وروستي دیدن کې يې کاږه راوکاتنه


لنډۍ نه یوازې د شعر یو ډول دی، بلکې د پښتنو د ژوند، کلتور او احساساتو ژوندي انځورونه هم دي. دا د پښتو ادب یوه داسې خزانه ده چې هره لنډۍ یې د یو اوږد داستان لنډ تعبیر ګڼلای شو.

نړۍ