Skip to main content

شعور خبری اژانس

خبرونه:

ویډیوګانې:

Error 404 The playlist identified with the request's playlistId parameter cannot be found. : playlistNotFound

تازه پر لیکه شوې لیکنې:

تازه خبرونه:

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتو لنډیو غورچاڼ

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
چې راپه ياشې ورکه ياره
که مې خوله ډکه له خندا وي وژاړمه
چې راشه درشه په کې نه وي
رب دې په هسې يارۍ اورولګوينه
چې زړه خفه شي سترګې ژاړي
باڼه ولاړوي اوښکې غواړي رخصتونه
چې زمااوستابه وه پرې ناسته
پرهغه ځای بانې يې اوس ګل کرلي دينه
چې علم کړې عمل پرې نه کړې
لکه پر خره باندې چې بارکړې کتابونه
چې عمرتېرشي اشناهېرشي
ستادې قسم وي چې ماهېرنه کړې مينه
چې غم کړې غم به دې پر کورشي
درياردواخله چې دسين غاړې ته ځونه
چې فقرغواړې ماته ګوره
زه به ډوډۍ پرتناره وځنډومه
چې قسم خورم نه پوره کېږي
مينې دياروعده خلاف دجهان کړمه
چې ګورستان ته مې ورتګ دی
شونډې مې واخله بيابه خاورې ايرې شينه
چې لباسي شوې شيرين ياره
نورپه زخمي زړګي مې مه وهه لاسونه
چې لمونځ قضاشي بيااداشي
نه اداکېږي قضاشوي ديدنونه

راپورونه

سوداګري:

لنډۍ:
لنډۍ – د پښتو ادب زړه راښکونکې خزانه

لنډۍ د پښتو ژبې له تر ټولو پخوانیو او مشهورو ولسي شاعرانو څخه ده. دا د پښتنو د احساساتو، مینې، درد، غیرت، فداکارۍ او ژوند د تجربو لنډه خو ژوره څرګندونه ده.
لنډۍ عموماً په دوو مصرعو (کرښو) کې ویل کېږي:

  • لومړۍ مصرعه یې نهه هجې لري،

  • دویمه مصرعه یې دیارلس هجې لري.

دغه کوچنی خو اغېزمن شعر د پښتنې ښځې او سړي د زړه غږ ګڼل کېږي. ډېری لنډۍ د ښځو له خولو راوتلې دي، ځکه ډېر وخت د هغوی د احساساتو، پټو دردونو او نه‌وایلو خبرو ترجماني کوي.

لنډۍ د موضوع له مخې بېلابېل ډولونه لري: د مینې، جلاوالي، ویاړ، وطن، جرئت، مورنۍ مینې او حتی طنز او انتقاد لنډۍ.

دا ولسي شعرونه د پښتو ادب بنسټیزه برخه جوړوي، ځکه د لیکل شوو اثارو نه مخکې د خلکو په خولو، جرګو، ودونو او د شپې ناستو کې ویل کېدې.


د بېلګې په توګه:

 

د لیونۍ په زړه به څه وو
وروستي دیدن کې يې کاږه راوکاتنه


لنډۍ نه یوازې د شعر یو ډول دی، بلکې د پښتنو د ژوند، کلتور او احساساتو ژوندي انځورونه هم دي. دا د پښتو ادب یوه داسې خزانه ده چې هره لنډۍ یې د یو اوږد داستان لنډ تعبیر ګڼلای شو.

نړۍ