Skip to main content

شعور خبری اژانس

خبرونه:

ویډیوګانې:

Error 404 The playlist identified with the request's playlistId parameter cannot be found. : playlistNotFound

تازه پر لیکه شوې لیکنې:

تازه خبرونه:

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتو لنډیو غورچاڼ

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
تر ګلاګل کميس دې ځارشم
سپينه سينه دې دغره واورې شرموينه ترګلاګل کميس دې ځارشم ستاله ګرېوانه دجنت هوا راځينه ترګل ګلاب ښايسته نه شته دنوروګلوګېډۍ مه راوړه مينه
ترلويوغرودې الونياکړم
سپينې سپوږمۍ ته سلام کړه سلام به کړمه
ترمادځمکې تالې ښې دي
چې باندې ښوري دجانان سپين قدمونه
ترمالاته ښه يې چلمه
چې جانان خوله درباندې ږدي دواړه لاسونه
تندی وهم په وينوژاړم
خلکه ګرم نه يم له جانانه جدا شومه
تنګ اوتاريک لحده ورک شې
دګل په شان ځوانان دې ټوله خاورې کړنه
تورې دې سترګې توردې خال دی
تورې دې وروځې توراوربل زړګی مې وړينه تورې وهې بې ننګه نه يم نن مې دښمن لره وهلي سنګرونه
تورې هغه ځلمي وهينه
چې يامين وي يايې پېغله ناسته وينه
ته په سنګرکې ځان شهيدکړه
زه به خولګۍ اوزلفې تالره ساتمه ته په سفرکې خفه مه شه وعده مې داده ستاپرپت به ناسته يمه ته په غزاکې ځان شهيدکړه زه به خپل شال ستاپرزيارت وغوړومه
ته پرکاله خوشاله ګرځه
زه دوطن دتورو غرونوپناشومه ته پرلوستلوصرفه مه کړه نجونوپېغورراکړ چې ياردې امي شونه ته په مخ ځه مه ايسارېږه ترشادې ناوې پښتنه ولاړه يمه
ته خوچې ځې په مخ دې ښه شه
مابه دغم په لمبووسوزې مينه
ته داخترپه سباراشه
زه به درووځم تورې سترګې سره لاسونه

راپورونه

سوداګري:

لنډۍ:
لنډۍ – د پښتو ادب زړه راښکونکې خزانه

لنډۍ د پښتو ژبې له تر ټولو پخوانیو او مشهورو ولسي شاعرانو څخه ده. دا د پښتنو د احساساتو، مینې، درد، غیرت، فداکارۍ او ژوند د تجربو لنډه خو ژوره څرګندونه ده.
لنډۍ عموماً په دوو مصرعو (کرښو) کې ویل کېږي:

  • لومړۍ مصرعه یې نهه هجې لري،

  • دویمه مصرعه یې دیارلس هجې لري.

دغه کوچنی خو اغېزمن شعر د پښتنې ښځې او سړي د زړه غږ ګڼل کېږي. ډېری لنډۍ د ښځو له خولو راوتلې دي، ځکه ډېر وخت د هغوی د احساساتو، پټو دردونو او نه‌وایلو خبرو ترجماني کوي.

لنډۍ د موضوع له مخې بېلابېل ډولونه لري: د مینې، جلاوالي، ویاړ، وطن، جرئت، مورنۍ مینې او حتی طنز او انتقاد لنډۍ.

دا ولسي شعرونه د پښتو ادب بنسټیزه برخه جوړوي، ځکه د لیکل شوو اثارو نه مخکې د خلکو په خولو، جرګو، ودونو او د شپې ناستو کې ویل کېدې.


د بېلګې په توګه:

 

د لیونۍ په زړه به څه وو
وروستي دیدن کې يې کاږه راوکاتنه


لنډۍ نه یوازې د شعر یو ډول دی، بلکې د پښتنو د ژوند، کلتور او احساساتو ژوندي انځورونه هم دي. دا د پښتو ادب یوه داسې خزانه ده چې هره لنډۍ یې د یو اوږد داستان لنډ تعبیر ګڼلای شو.

نړۍ