Skip to main content

شعور خبری اژانس

خبرونه:

ویډیوګانې:

Error 404 The playlist identified with the request's playlistId parameter cannot be found. : playlistNotFound

تازه پر لیکه شوې لیکنې:

تازه خبرونه:

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتو لنډیو غورچاڼ

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
جام دې جمشېددې رب نصيب که
دسلېمان نګين دې ستاپه ګوته وينه
جامې مې ستاپه وينورنګ شوې
په وينورنګ جامې به چېرې بدلومه
جامې مې تن کې سورانګارشي
خطامې وارشي چې له تانه جداشمه جانان به لرې له مانه ځي که يې دزړه ريښې زماله باغه وينه جانان به ولې توره نه کړي ترنيمايي مورچله زه ورسره ځمه
جانان په سروسترګومين دی
زه به داتورې سترګې چېرې بدلومه
جانان په جنګ کې توره وکړه
ځکه همزولې ورته کوښې سموينه جانان په خپله راته ووې ملنګه ځه ياري دې نوره نه کومه جانان په زين کې راته کوږ شو دجستوڅوکې لګوم خوله ورکومه
جانان په ګلوکې ويده دی
دسپينې خولې شبنم به زه پرې اورومه
جانان چې تله دايې ويل
چې تر قيامته پورې نه شته ديدنونه
جانان چې تله ماته يې وويل
چې پسرلی سررساندې ګل کړي رابه شينه
جانان چې خپله راسره وي
دبېلتانه دې تل تر تل خلاص وي لاسونه
جانان چې ځي مخ ته دې ښه شې
زړه زما په زلفوبنددی رابه شينه
جانان کوچی ؤکوچ يې وکړ
مايې خالي دربارته پورته کړل لاسونه
جانان که بد کړي زه به ښه کړم
بديې تر هغه پورې وړم چې مين يمه

راپورونه

سوداګري:

لنډۍ:
لنډۍ – د پښتو ادب زړه راښکونکې خزانه

لنډۍ د پښتو ژبې له تر ټولو پخوانیو او مشهورو ولسي شاعرانو څخه ده. دا د پښتنو د احساساتو، مینې، درد، غیرت، فداکارۍ او ژوند د تجربو لنډه خو ژوره څرګندونه ده.
لنډۍ عموماً په دوو مصرعو (کرښو) کې ویل کېږي:

  • لومړۍ مصرعه یې نهه هجې لري،

  • دویمه مصرعه یې دیارلس هجې لري.

دغه کوچنی خو اغېزمن شعر د پښتنې ښځې او سړي د زړه غږ ګڼل کېږي. ډېری لنډۍ د ښځو له خولو راوتلې دي، ځکه ډېر وخت د هغوی د احساساتو، پټو دردونو او نه‌وایلو خبرو ترجماني کوي.

لنډۍ د موضوع له مخې بېلابېل ډولونه لري: د مینې، جلاوالي، ویاړ، وطن، جرئت، مورنۍ مینې او حتی طنز او انتقاد لنډۍ.

دا ولسي شعرونه د پښتو ادب بنسټیزه برخه جوړوي، ځکه د لیکل شوو اثارو نه مخکې د خلکو په خولو، جرګو، ودونو او د شپې ناستو کې ویل کېدې.


د بېلګې په توګه:

 

د لیونۍ په زړه به څه وو
وروستي دیدن کې يې کاږه راوکاتنه


لنډۍ نه یوازې د شعر یو ډول دی، بلکې د پښتنو د ژوند، کلتور او احساساتو ژوندي انځورونه هم دي. دا د پښتو ادب یوه داسې خزانه ده چې هره لنډۍ یې د یو اوږد داستان لنډ تعبیر ګڼلای شو.

نړۍ