Skip to main content

شعور خبری اژانس

خبرونه:

ویډیوګانې:

Error 404 The playlist identified with the request's playlistId parameter cannot be found. : playlistNotFound

تازه پر لیکه شوې لیکنې:

تازه خبرونه:

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتو لنډیو غورچاڼ

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
چپه پيکي دې لېونی کړم
يايې بياتي کړه يايې غوټۍ کړه سرونه
چټې دېرې ته چلم راوړه
چې ستااشناپه بلوري غاښونه ږدينه
چرخ فلک ګردش له لاسه
څوک په خندادچاپه کورکې ژړاشينه
چې بې اځله مرګی نه شته
جانانه ښې تورې کوه چې نوم دې وينه
چې بېلتانه ته مې نظرشو
ځان ته مې فکرشوچې څله لويېدمه چې بې وفااشناخبرېږي ددښمنانوسپوبه زه خوړلې يمه
چې بې وفااشناخبرېږي
دغم سېلاب به په دکن ويشتلې يمه
چې تورلحدته مې ورټيټ کړې
مخ مې درلوڅ کړه چې بيانه شته ديدنونه
چې تورې وخېژي ګډېږه
ماپه همزولوپورې ډېرخندلي دينه
چې خدای کوي هغه به وشي
جانانه مه دچامنه نه به يې منمه
چې خماري چشمان دې يادکړم
اوښکې مې دارې فوارې په شان وهينه
چې خوب کوې خاورې به يوسې
ښه دهغوچې شوګيرې پسې کوينه
چې دځوانۍ دوران مې تېر شي
جانانه ستاکه پاچاهي وي څه يې کومه چې دديدن نصيب مو نه ؤ ېوه کوڅه کې سره تېروتومينه

راپورونه

سوداګري:

لنډۍ:
لنډۍ – د پښتو ادب زړه راښکونکې خزانه

لنډۍ د پښتو ژبې له تر ټولو پخوانیو او مشهورو ولسي شاعرانو څخه ده. دا د پښتنو د احساساتو، مینې، درد، غیرت، فداکارۍ او ژوند د تجربو لنډه خو ژوره څرګندونه ده.
لنډۍ عموماً په دوو مصرعو (کرښو) کې ویل کېږي:

  • لومړۍ مصرعه یې نهه هجې لري،

  • دویمه مصرعه یې دیارلس هجې لري.

دغه کوچنی خو اغېزمن شعر د پښتنې ښځې او سړي د زړه غږ ګڼل کېږي. ډېری لنډۍ د ښځو له خولو راوتلې دي، ځکه ډېر وخت د هغوی د احساساتو، پټو دردونو او نه‌وایلو خبرو ترجماني کوي.

لنډۍ د موضوع له مخې بېلابېل ډولونه لري: د مینې، جلاوالي، ویاړ، وطن، جرئت، مورنۍ مینې او حتی طنز او انتقاد لنډۍ.

دا ولسي شعرونه د پښتو ادب بنسټیزه برخه جوړوي، ځکه د لیکل شوو اثارو نه مخکې د خلکو په خولو، جرګو، ودونو او د شپې ناستو کې ویل کېدې.


د بېلګې په توګه:

 

د لیونۍ په زړه به څه وو
وروستي دیدن کې يې کاږه راوکاتنه


لنډۍ نه یوازې د شعر یو ډول دی، بلکې د پښتنو د ژوند، کلتور او احساساتو ژوندي انځورونه هم دي. دا د پښتو ادب یوه داسې خزانه ده چې هره لنډۍ یې د یو اوږد داستان لنډ تعبیر ګڼلای شو.

نړۍ