Skip to main content

شعور خبری اژانس

خبرونه:

ویډیوګانې:

Error 404 The playlist identified with the request's playlistId parameter cannot be found. : playlistNotFound

تازه پر لیکه شوې لیکنې:

تازه خبرونه:

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتو لنډیو غورچاڼ

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
ټول له مانه شول بېزاره
که مې قريب که مې اشنا که مې خپل وونه
ټيک پرتندي پېزوان پرشونډو
اوږۍ په غاړه دنجلۍ مزه کوينه
ټيک دپادشاه خال دې وزير دی
دالونګين دې رسالدارپه مخ کې ځينه
ټيک يې په سروشونډومزه کا
لکه بلبل چې په چرګ بانګ نارې وهينه
ټيکۍ کوه او بيايې ليکه
چې په ټولۍ کې شرمنده نه شې مينه ټيکۍ مې ډېرې درته وکړې په لااله الاالله يې ختمومه
ټينګه مې مه نيسه په غېږ کې
سينې مې نوي غندل کړي مات به شينه
ټينګه مې مه نيسه په غېږ کې
تي مې واړه دي سږنۍ بالغه يمه
ټينګه مې مه نيسه په غېږکې
سبابه بوی دلونګين درڅخه ځينه
ټينګه مې مه نيسه په غېږ کې
ستړې ستومانه له واده راغلې يمه
ټکرې خورمه ټکرخورشوم
ستامينتوب راباندې وکړل فساتونه
ټوټې ټوټې مې يارله يوسئ
هره ټوټه مې دبېلتون فريادکوينه
ټوټې ټوټې ورپسې زه يم
په نارنجي مړونديې بل کوي خوبونه

راپورونه

سوداګري:

لنډۍ:
لنډۍ – د پښتو ادب زړه راښکونکې خزانه

لنډۍ د پښتو ژبې له تر ټولو پخوانیو او مشهورو ولسي شاعرانو څخه ده. دا د پښتنو د احساساتو، مینې، درد، غیرت، فداکارۍ او ژوند د تجربو لنډه خو ژوره څرګندونه ده.
لنډۍ عموماً په دوو مصرعو (کرښو) کې ویل کېږي:

  • لومړۍ مصرعه یې نهه هجې لري،

  • دویمه مصرعه یې دیارلس هجې لري.

دغه کوچنی خو اغېزمن شعر د پښتنې ښځې او سړي د زړه غږ ګڼل کېږي. ډېری لنډۍ د ښځو له خولو راوتلې دي، ځکه ډېر وخت د هغوی د احساساتو، پټو دردونو او نه‌وایلو خبرو ترجماني کوي.

لنډۍ د موضوع له مخې بېلابېل ډولونه لري: د مینې، جلاوالي، ویاړ، وطن، جرئت، مورنۍ مینې او حتی طنز او انتقاد لنډۍ.

دا ولسي شعرونه د پښتو ادب بنسټیزه برخه جوړوي، ځکه د لیکل شوو اثارو نه مخکې د خلکو په خولو، جرګو، ودونو او د شپې ناستو کې ویل کېدې.


د بېلګې په توګه:

 

د لیونۍ په زړه به څه وو
وروستي دیدن کې يې کاږه راوکاتنه


لنډۍ نه یوازې د شعر یو ډول دی، بلکې د پښتنو د ژوند، کلتور او احساساتو ژوندي انځورونه هم دي. دا د پښتو ادب یوه داسې خزانه ده چې هره لنډۍ یې د یو اوږد داستان لنډ تعبیر ګڼلای شو.

نړۍ