Skip to main content

شعور خبری اژانس

خبرونه:

ویډیوګانې:

Error 404 The playlist identified with the request's playlistId parameter cannot be found. : playlistNotFound

تازه پر لیکه شوې لیکنې:

تازه خبرونه:

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتو لنډیو غورچاڼ

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
ټکرټکرمې مورته يوسئ
و که شهيد شوم چې ونه کړي فريادونه
ټکرټکرمې مورته کېږدئ
چې دمالت نجونې زېري ته راځينه
ټکي په ټکي مې لوستلي
دمينې باب کې دې بې شماره کتابونه
ټک مې دملا پيوندووکړ
چې مې جانان په وليو کېښول لاسونه
ټګي دې وکړه ټګه ياره
ستادې ټګۍ کاغذپه جېب کې ګرځومه ټګي دې وکړه ټګه ياره ستادې ټګي زمادصبرپرخدای وينه
ټوټې ټوټې په توروراشې
چې پرهارونه دې په زلفودرګنډمه
ټوټې ټوټې په توروراشې
دبې ننګۍ احوال دې مه راځه مينه
ټوخی ونه کړې ياره چپ شه
ستاپه ټوخي به مې مورويښه شي مينه
ټوکې مې کړې مطلب مې نه ؤ
اوس خوپه دام دتوروزلفوونښتمه
ټول به له خپل قربان کړم
هم تورې سترګې بل شين خال او سره لاسونه
ټول مې دزړه په سرراټول شوې
ميرات شې غمه په خندادې تېرومه
ټول به ځو دجنګ ميدان ته
نه چې پېغوردکوم غليم راپاتې شينه

راپورونه

سوداګري:

لنډۍ:
لنډۍ – د پښتو ادب زړه راښکونکې خزانه

لنډۍ د پښتو ژبې له تر ټولو پخوانیو او مشهورو ولسي شاعرانو څخه ده. دا د پښتنو د احساساتو، مینې، درد، غیرت، فداکارۍ او ژوند د تجربو لنډه خو ژوره څرګندونه ده.
لنډۍ عموماً په دوو مصرعو (کرښو) کې ویل کېږي:

  • لومړۍ مصرعه یې نهه هجې لري،

  • دویمه مصرعه یې دیارلس هجې لري.

دغه کوچنی خو اغېزمن شعر د پښتنې ښځې او سړي د زړه غږ ګڼل کېږي. ډېری لنډۍ د ښځو له خولو راوتلې دي، ځکه ډېر وخت د هغوی د احساساتو، پټو دردونو او نه‌وایلو خبرو ترجماني کوي.

لنډۍ د موضوع له مخې بېلابېل ډولونه لري: د مینې، جلاوالي، ویاړ، وطن، جرئت، مورنۍ مینې او حتی طنز او انتقاد لنډۍ.

دا ولسي شعرونه د پښتو ادب بنسټیزه برخه جوړوي، ځکه د لیکل شوو اثارو نه مخکې د خلکو په خولو، جرګو، ودونو او د شپې ناستو کې ویل کېدې.


د بېلګې په توګه:

 

د لیونۍ په زړه به څه وو
وروستي دیدن کې يې کاږه راوکاتنه


لنډۍ نه یوازې د شعر یو ډول دی، بلکې د پښتنو د ژوند، کلتور او احساساتو ژوندي انځورونه هم دي. دا د پښتو ادب یوه داسې خزانه ده چې هره لنډۍ یې د یو اوږد داستان لنډ تعبیر ګڼلای شو.

نړۍ