Skip to main content

شعور خبری اژانس

خبرونه:

ویډیوګانې:

Error 404 The playlist identified with the request's playlistId parameter cannot be found. : playlistNotFound

تازه پر لیکه شوې لیکنې:

تازه خبرونه:

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتو لنډیو غورچاڼ

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
ترګل نازک مخ دې رنګين دئ
زړګی مې شين دئ اندېښنې درپسې کړمه
تندی مې سوی دی عالمه
ځکه جانان راځينې واخستل لاسونه
تنه مې ډکه کړه دګلو
په دې بهانه به دخپل ياروکړم سيلونه
توتان پاخه لېونۍ مړه شوه
دې به څنډل مابه خوړل مشغول به وونه توره تيرا تورې څنګلې ليلامچۍ شوه زه به يې چېرې لټومه
تورې په خرپ وهئ ځوانانو
دباباملک دی په سرووينويې ساتونه
تورې دې سترګې  تورې زلفې
ما دې صفت په سلالاکې واورېدنه
ته به په سره بستره خوب کړې
مابه داستاغمونه ورو ورو ژړوينه
ته پرون چېرې وې لوی مه شې
چې شاليلاپه سپينه خوله کړه خيراتونه
ته که زماپه تمه ناست يې
تمه دې غوڅه کړه مايارنه درکوينه
ته که زمادپلارمزدورشې
دباغ په پوله به جوړه ګرځو مينه

راپورونه

سوداګري:

لنډۍ:
لنډۍ – د پښتو ادب زړه راښکونکې خزانه

لنډۍ د پښتو ژبې له تر ټولو پخوانیو او مشهورو ولسي شاعرانو څخه ده. دا د پښتنو د احساساتو، مینې، درد، غیرت، فداکارۍ او ژوند د تجربو لنډه خو ژوره څرګندونه ده.
لنډۍ عموماً په دوو مصرعو (کرښو) کې ویل کېږي:

  • لومړۍ مصرعه یې نهه هجې لري،

  • دویمه مصرعه یې دیارلس هجې لري.

دغه کوچنی خو اغېزمن شعر د پښتنې ښځې او سړي د زړه غږ ګڼل کېږي. ډېری لنډۍ د ښځو له خولو راوتلې دي، ځکه ډېر وخت د هغوی د احساساتو، پټو دردونو او نه‌وایلو خبرو ترجماني کوي.

لنډۍ د موضوع له مخې بېلابېل ډولونه لري: د مینې، جلاوالي، ویاړ، وطن، جرئت، مورنۍ مینې او حتی طنز او انتقاد لنډۍ.

دا ولسي شعرونه د پښتو ادب بنسټیزه برخه جوړوي، ځکه د لیکل شوو اثارو نه مخکې د خلکو په خولو، جرګو، ودونو او د شپې ناستو کې ویل کېدې.


د بېلګې په توګه:

 

د لیونۍ په زړه به څه وو
وروستي دیدن کې يې کاږه راوکاتنه


لنډۍ نه یوازې د شعر یو ډول دی، بلکې د پښتنو د ژوند، کلتور او احساساتو ژوندي انځورونه هم دي. دا د پښتو ادب یوه داسې خزانه ده چې هره لنډۍ یې د یو اوږد داستان لنډ تعبیر ګڼلای شو.

نړۍ