Skip to main content

شعور خبری اژانس

خبرونه:

ویډیوګانې:

Error 404 The playlist identified with the request's playlistId parameter cannot be found. : playlistNotFound

تازه پر لیکه شوې لیکنې:

تازه خبرونه:

✒ ❦ ♥ ❦ ✒

د پښتو لنډیو غورچاڼ

د زړه خبرې، د مینې سندرې او د پښتو ښکلي بیتونه

00:00:00
❦
پتڼ په منځ دبازارراغی
❧
شمعې مخ پټ کړويلې نه دې پېژنمه
❦
پتڼ له ما نه زده کړه وکړه
❧
ځکه خپاره وزرونه شمعې له ورځينه
❦
پتڼ له شمعې په څنګ نه ځي
❧
زه به ديارله غمه ولې پرڅنګ ځمه
❦
پتڼه راشه که پرې سوځې
❧
ستاداجل شمعه په لاس کې ګرځومه
❦
پټ به دزړه دردونه تېر کړم
❧
بې درده يارته به ونه وايم حالونه
❦
پټ به ديار له غمه ژاړم
❧
چې مې په درد ظالم خبر نه شي مينه
❦
پټ به ديار له غمه ژاړم
❧
پټې به وينې لړمانه ته تېرومه
❦
پټ کرمونه درب ډېر دي
❧
جانان ته وايه وارخطانه شې مينه
❦
پټکی پر منځ دوروځو کېږده
❧
وطن پردی دی چې ډاډه درسره ځمه
❦
پټکی پر منځ دوروځو کېږده
❧
زه دهمزولو په ټولۍ کې ناسته يمه
❦
پټ مې په زړه کې ډېر يادېږې
❧
دچادمخه ښه راغلی نه درکومه
❦
پراخندګل مې سلام وايه
❧
زماجانان راته راپرېږده چې راځينه

راپورونه

سوداګري:

لنډۍ:
لنډۍ – د پښتو ادب زړه راښکونکې خزانه

لنډۍ د پښتو ژبې له تر ټولو پخوانیو او مشهورو ولسي شاعرانو څخه ده. دا د پښتنو د احساساتو، مینې، درد، غیرت، فداکارۍ او ژوند د تجربو لنډه خو ژوره څرګندونه ده.
لنډۍ عموماً په دوو مصرعو (کرښو) کې ویل کېږي:

  • لومړۍ مصرعه یې نهه هجې لري،

  • دویمه مصرعه یې دیارلس هجې لري.

دغه کوچنی خو اغېزمن شعر د پښتنې ښځې او سړي د زړه غږ ګڼل کېږي. ډېری لنډۍ د ښځو له خولو راوتلې دي، ځکه ډېر وخت د هغوی د احساساتو، پټو دردونو او نه‌وایلو خبرو ترجماني کوي.

لنډۍ د موضوع له مخې بېلابېل ډولونه لري: د مینې، جلاوالي، ویاړ، وطن، جرئت، مورنۍ مینې او حتی طنز او انتقاد لنډۍ.

دا ولسي شعرونه د پښتو ادب بنسټیزه برخه جوړوي، ځکه د لیکل شوو اثارو نه مخکې د خلکو په خولو، جرګو، ودونو او د شپې ناستو کې ویل کېدې.


د بېلګې په توګه:

 

د لیونۍ په زړه به څه وو
وروستي دیدن کې يې کاږه راوکاتنه


لنډۍ نه یوازې د شعر یو ډول دی، بلکې د پښتنو د ژوند، کلتور او احساساتو ژوندي انځورونه هم دي. دا د پښتو ادب یوه داسې خزانه ده چې هره لنډۍ یې د یو اوږد داستان لنډ تعبیر ګڼلای شو.

نړۍ