پر کونړ سسیند د بند جوړولو لپاره د پنځو سیمو سروې بشپړه شوې
د پکتیکا امنیه قومنداني: په ټانکر کې د لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې
ایران: هرمز تنګي کې مو پر دوو تیل وړونکو بېړیو برید کړی
ډان ورځپاڼه: د لارو بندېدو او اقلیمي بدلونونو د پاکستان د امو بازار اغېزمن کړی
بلوچستان کې د وروستیو ناامنیو پر سر د حکومت او پرلت خبرې بې پایلې پاتې شوې


لنډۍ د پښتو ژبې له تر ټولو پخوانیو او مشهورو ولسي شاعرانو څخه ده. دا د پښتنو د احساساتو، مینې، درد، غیرت، فداکارۍ او ژوند د تجربو لنډه خو ژوره څرګندونه ده.
لنډۍ عموماً په دوو مصرعو (کرښو) کې ویل کېږي:
لومړۍ مصرعه یې نهه هجې لري،
دویمه مصرعه یې دیارلس هجې لري.
دغه کوچنی خو اغېزمن شعر د پښتنې ښځې او سړي د زړه غږ ګڼل کېږي. ډېری لنډۍ د ښځو له خولو راوتلې دي، ځکه ډېر وخت د هغوی د احساساتو، پټو دردونو او نهوایلو خبرو ترجماني کوي.
لنډۍ د موضوع له مخې بېلابېل ډولونه لري: د مینې، جلاوالي، ویاړ، وطن، جرئت، مورنۍ مینې او حتی طنز او انتقاد لنډۍ.
دا ولسي شعرونه د پښتو ادب بنسټیزه برخه جوړوي، ځکه د لیکل شوو اثارو نه مخکې د خلکو په خولو، جرګو، ودونو او د شپې ناستو کې ویل کېدې.
د لیونۍ په زړه به څه وو
وروستي دیدن کې يې کاږه راوکاتنه
لنډۍ نه یوازې د شعر یو ډول دی، بلکې د پښتنو د ژوند، کلتور او احساساتو ژوندي انځورونه هم دي. دا د پښتو ادب یوه داسې خزانه ده چې هره لنډۍ یې د یو اوږد داستان لنډ تعبیر ګڼلای شو.

