سې‌شنبه، ۳ لیندۍ ۱۴۰۵کابل۱۰°C / ۵۰°Fلمرینه
راپورونه

امریکا هغه چورلکه ترمیم کړې چې په ۲۰۰۱ کې پنجشیر ته لېږلې وه

د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي‌ اې‌ ای) هغه روسۍ ډوله چورلکه بیا ترمیم کړې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۲۶مه یې د «جاوبرېکر» په نوم د خپلې لومړنۍ اووه کسیزې استخباراتي ډلې غړي د افغانستان پنجشېر درې ته ولېږدول.

سي‌اې‌ای دغه چورلکه د ماموریت د کلیزې په مناسبت د ۲۰۰۱ کال د پوځي رنګ او بڼې په شان جوړه کړې او د خپلې ادارې په مرکزي دفتر کې یې نندارې ته ایښې ده.

د «جاوبرېکر» ډلې مشري ګاري شروین کوله. دې ډلې له ځان سره میلیونونه ډالر نغدې پیسې افغانستان ته انتقال کړې، څو د ا.ا پر ضد د هغه مهال د شمالي ټلوالې او نورو مخالفو ځواکونو د جګړې ملاتړ وشي.

د راپورونو له مخې، چورلکې د افغانستان په لوړو غرنیو سیمو کې له ۳۰۰ څخه ډېر پوځي او استخباراتي ماموریتونه ترسره کړي او تر ۲۰۱۲ کال پورې په عملیاتو کې کارول شوې ده.

د سي‌اې‌ای متقاعد عملیاتي افسر رونالډ مولر ویلي چې د دې چورلکې ماډل، د ځینو خپرو شویو معلوماتو خلاف، ایم‌اې‌ـ۸ ایم‌ټي‌ وي دی، نه ایم‌اې‌ـ۱۷.

د چورلکې پر بدنه د «۶۰۷» کوډ هم بېرته لیکل شوی. دا کوډ د هغه افغان پیلوټ له الوتکې سره تړاو لري چې امریکايي افسران یې له تاجکستان څخه پنجشېر ته انتقال کړل.

امریکا په ۱۹۹۰مو کلونو کې د روسي ډیزاین ځینې چورلکې په درېیمو هېوادونو کې د پټو عملیاتو لپاره اخیستې وې. د دغو چورلکو کارول د افغانستان په غرنیو سیمو کې د روسي الوتکو له بڼې سره د ورته والي له امله د پټو ماموریتونو لپاره مناسب بلل کېدل.

Total Views: 5
له نورو سره یې شریک کړئ: