د رویټرز راپور ورکړی چې پاکستان د سعودي عربستان د ځمکنۍ دفاع او د توغندیزو او بې پیلوټه بریدونو د مخنیوي لپاره دغه هېواد ته د ۳۰ زرو او ۴۰ زرو ترمنځ سرتېري استولي دي.
د راپور له مخې، پاکستاني ځواکونه د سعودي عربستان پر پولو ځای پر ځای شوي، خو اسلام اباد تر اوسه په یمن کې د جګړه ییزو عملیاتو لپاره د خپلو سرتېرو د استولو پرېکړه نه ده کړې.
رویټرز د سیمه ییزو او لوېدیځو چارواکو په حواله ویلي چې سعودي عربستان په یمن کې د ایران پلوه حوثیانو پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د پیل احتمال ارزوي.
د راپور له مخې، د احتمالي عملیاتو یوه موخه د بابالمندب ستراتیژیک تنګي بېرته کنټرولول دي. امریکا او ځینې نور متحد هېوادونه هم د سعودي عربستان د دفاع په برخه کې د استخباراتي معلوماتو او پوځي تجهیزاتو له لارې ملاتړ کوي.
Total Views:
6

