د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربع کې په دغه هېواد کې د وسله والو فعالیتونو او پوځي عملیاتو له امله تلفات د دویمې ربعې په پرتله ۸۳ سلنه زیات شوي دي.
د راپور له مخې، په دې موده کې په ټول پاکستان کې ۳۸۵ امنیتي پېښې ثبت شوې دي. په دغو پېښو کې لږ تر لږه ۱۴۱۵ کسان وژل شوي او ۵۵۸ نور ټپیان شوي دي.
بلوچستان تر ټولو ډېر اغېزمن شوی دی. په دغه ایالت کې ۱۸۶ امنیتي پېښې شوې، چې له امله یې ۸۲۹ کسان وژل شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې بیا ۱۷۳ امنیتي پېښې ثبت شوې دي. په دغو پېښو کې ۵۵۶ کسان وژل شوي او ۳۷۶ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ګډه د درېیمې ربعې د پاکستان د ټولو امنیتي تلفاتو شاوخوا ۹۸ سلنه جوړوي.
مرکز وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دویمې او درېیمې ربعې ترمنځ د تاوتریخوالي دا تر ټولو لوی زیاتوالی دی.

