سې‌شنبه، ۱۴ تله ۱۴۰۵کابل۲۷°C / ۸۱°Fلمرینه
خبرونه

نوري: پاکستان دې د افغانانو صبر او حوصله نه ازمایي

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې یوې ولسي غونډې ته ویلي چې پاکستان دې د افغانانو له صبر او حوصلې ناوړه ګټه نه اخلي.

نوري پر پاکستان د نیوکې پر مهال ویلي، دغه هېواد دې د افغانستان له تاریخ، جغرافیې او خپلو تېرو تجربو څخه عبرت واخلي.

هغه زیاته کړې چې د حیرانتیا ځای دی، چې پاکستان د افغانانو تاریخ او مبارزه پېژني، خو بیا هم د نوموړي په وینا، د اسلامي اصولو، ګاونډیتوب او نړیوال قانون خلاف پر افغان خاوره تېری کوي.

نوري ویلي چې افغانان د پاکستان کړنې څاري او ډېری افغانان د خپلې خاورې د ساتنې او دفاع لپاره ژمن دي.

نوموړي تېره اونۍ هم پاکستان ته ورته پیغام ورکړی و او ویلي یې و چې پاکستان باید د افغانستان تاریخ، عقیده، تجربې او سیاست په پام کې ونیسي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ:

خپله تبصره ولیکئ