مسکو او بیجینګ د افغانستان د ترهګرۍ ضد مبارزې د پیاوړتیا ملاتړ وکړ

خبرونه کورني خبرونه نړېوال خبرونه

روسیې او چین په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې ترهګري لا هم د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي او د دې خطر د مخنیوي لپاره باید نړیواله او سیمه‌ ییزه همکاري نوره هم پیاوړې شي.

 

دغه اعلامیه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جین‌ پینګ تر لیدنې وروسته خپره شوې، چې پکې د افغانستان د امنیتي وضعیت، سیمه‌ ییز ثبات او د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې شوې دي.

 

په اعلامیه کې راغلي، چې دواړو هېوادونو د افغانستان د ترهګرۍ ضد هڅو ملاتړ کړی او له نړیوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي، چې له کابل سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې همکارۍ زیاتې کړي.

 

همداراز روسیې او چین ټینګار کړی، چې د افغانستان اړوند به د مسکو فارمټ، د روسیې ـ چین ـ ایران ـ پاکستان څلور اړخیزې ډلې او د شانګهای همکارۍ سازمان له لارې خپلو سیاسي او امنیتي اړیکو او همغږۍ ته دوام ورکړي.

 

په اعلامیه کې د سیمې امنیت او ثبات د ګډو همکاریو لپاره مهم بلل شوی او ویل شوي، چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه نه یوازې افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت هم اغېزمنولی شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: