الجزیره: د جګړې له پېل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۶ ته ورسېد

له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی دی. د الجزیرې د راپور له مخې، په دې موده کې له ۴۳۰ ډېر امریکايي سرتېري ټپیان شوي او یو سرتېری لا هم ورک دی. د راپور له مخې، د مارچ په لومړۍ نېټه د کویټ پر […]

بشپړه لیکنه

شهناز بلوچ: ښځینه بلوڅانې د نمایش نه بلکه د ازادۍ لپاره مبارزه کوي

د بلوڅ ازادۍ پوځ ښځینه قومندانه شهناز چې د لومړۍ ښځینه قوماندانې په توګه معرفي شوې، وايي وسله ‌والې مبارزې ته یې تګ ناڅاپي نه و، بلکې د سیاسي او ملي باور له امله و. هغې له ایټالوي خبریالې فرانچسکا مارینو سره په خبرو کې ویلي چې بلوڅې ښځې د نندارې یا سهمیې لپاره په […]

بشپړه لیکنه

هند د لومړي خصوصي مداري راکټ په توغولو سره تاریخ جوړ کړ

هند د لومړي خصوصي مداري راکټ په توغولو سره تاریخ جوړ کړ نوي ډیلي، هند – هند د خپل فضايي پروګرام په تاریخ کې یو بل مهم پړاو ته ورسید، کله چې د خصوصي سکټور لخوا جوړ شوی لومړنی مداري راکټ، ویکرام-۱ (Vikram-1)، په بریالیتوب سره وتوغول شو. دا تاریخي پیښه د سکایروټ ایروسپیس (Skyroot […]

بشپړه لیکنه

د بلوچ یووالي کېمټه: بلوچ او پښتانه له لسیزو راهیسې د ریاستي ظلم او نسل‌ وژنې ښکار دي

کوټه، بلوچستان – د بلوچ یووالي کمېټې ویلي چې بلوچ او پښتانه له لسیزو راهیسې د ریاستي ظلم او نسل ‌وژنې له کړنو سره مخ دي. کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په بلوچستان کې خلک له جبري ورکېدنو، صحرایي وژنو، ډله ‌ییزو سزاوو او د سیاسي غږونو له ځپلو سره مخ دي، او […]

بشپړه لیکنه

پر کونړ سسیند د بند جوړولو لپاره د پنځو سیمو سروې بشپړه شوې

په اسعداباد کې د ا.ا د برېښنا مسوولانو ویلي، چې د کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو لپاره د پنځو سیمو سروې او تخنیکي چارې بشپړې شوې دي. د کونړ ځايي چارواکو ویلي، د دغې سروې موخه پر کونړ سیند د اوبو او برېښنا بندونو د جوړولو لپاره د مناسبو ځایونو معلومول دي. د […]

بشپړه لیکنه

د پکتیکا امنیه قومنداني: په ټانکر کې د لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې

د پکتیکا ولایت امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د ځنګلونو د ساتنې او څارنې قطعې د لرګیو د ناقانونه لېږد پر مهال یو ټانکر موټر نیولی دی. د امنیه قوماندانۍ په وینا، په دغه ټانکر کې لرګي په پټه او ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو، چې غوښتل یې په ناقانونه ډول غزني […]

بشپړه لیکنه

ایران: هرمز تنګي کې مو پر دوو تیل وړونکو ‌بېړیو برید کړی

د ایران سپاه پاسداران ویلي چې په هرمز تنګي کې یې د تېلو پر دوو بېړیو برید کړی دی. د دوی په وینا، دغو بېړیو د تګ راتګ اصول نه وو مراعات کړي او له ټاکلې لارې پرته روانې وې. بل لور ته، متحده عربي اماراتو او بحرین ویلي چې په دغو بریدونو کې د […]

بشپړه لیکنه

ډان ورځپاڼه: د لارو بندېدو او اقلیمي بدلونونو د پاکستان د امو بازار اغېزمن کړی

د پاکستان د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د امو صادراتو کمېدو او اقلیمي بدلونونو د دغه هېواد باغداران له لویو مالي زیانونو سره مخ کړي دي. راپور وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د اوږدې مودې بندېدو له امله افغانستان سږ کال له پاکستانه ام نه دي وارد کړي. همداراز د […]

بشپړه لیکنه

بلوچستان کې د وروستیو ناامنیو پر سر د حکومت او پرلت خبرې بې‌ پایلې پاتې شوې

د مستعمیره بلوچستان په کوټه ښار کې د زیارت ولسوالۍ د خونړۍ پېښې پر ضد پیل شوی اعتراضي پرلت څلورمې ورځې ته داخل شوی دی. د پرلت ګډونوال وایي، حکومت لا هم د دوی مهمې غوښتنې نه دي منلې، نو ځکه به خپل سوله ‌ییز اعتراض ته دوام ورکړي. بلخوا، د بلوچستان حکومت وایي چې […]

بشپړه لیکنه

هند د افغان محصلانو لپاره زر انلاین بورسونه اعلان کړل

د هند د کلتوري اړیکو شورا اعلان کړی چې د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ تحصیلي کال لپاره به د جولای له ۱۵مې نېټې د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین بورسونو نوملیکنه پیل شي. دا بورسونه د لیسانس او ماسټرۍ د انلاین زده‌کړو لپاره دي او د هند د ټاکل شویو پوهنتونونو له لارې وړاندې کېږي. په دې بورس […]

بشپړه لیکنه