د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير نن پېښور ته سفر کړي او د سيمې له يو شمېر قبايلي مشرانو سره يې ليدنه کړې.
نوموړي په دغه ليدنه کې د سرحدي امنيت، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د سولې پر اړتيا ټينګار کړي.
ځينې محلي سرچينې ادعا کوي، چې په دې ليدنو کې د قبايلي سيمو يو شمېر کسانو له پوځ سره د همکارۍ ژمنې کړې دي، خو دا ادعا تر اوسه د خپلواکو سرچينو له لوري نه ده تاييد شوې.
سرچينې وايي، د پوځ مشر دا سفر د امنيتي وضعيت د ارزونې او د قبايلي مشرانو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره ترسره کړي دي.
Total Views:
0
