د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندير جيسوال نن (پنجشنبه) په يوه خبري غونډه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې د افغانستان د کنړ پر سيند د بند د جوړولو يا تمويل د احتمال په اړه ويلي، هند چمتو دي له افغانستان سره د اوبو د برېښنا د توليد په پروژو کې همکاري وکړي.
هغه د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير امير خان متقي د هند د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ګډې اعلاميې ته په اشارې وويل:
«په ګډه اعلاميه کې په څرګند ډول ويل شوي چې هند چمتو دي د افغانستان د اوبو د سرچينو د پايدار مديريت د هڅو ملاتړ وکړي، په ځانګړي ډول د اوبو د برېښنا د توليد پروژو برخه کې.»
جيسوال زياته کړې، چې د افغانستان او هند تر منځ د اوبو په برخه کې اوږد تاريخ لرونکې همکاري شته، او د سلما بند چې اوس د هند او افغانستان د دوستۍ بند په نوم ياديږي د دې همکارۍ څرګند مثال دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي دي چې د اسلامي امارت مشر تازه د کنړ پر سيند د بند جوړولو امر ورکړي دي.
