د اسلامي امارت ځواکونو کندز کې د سېلابونو له سیمو لسګونه کسان وژغورل

په کندز ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ګڼ شمېر کسان په خپلو کورونو کې بند پاتې شوي وو، خو امنیتي ځواکونو د ژغورنې عملیاتو په ترسره کولو سره هغوی په خوندي ډول ایستلي دي.   د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کندز ښار په څلورمه […]

بشپړه لیکنه

هند افغانستان ته د واکسیناسیون پروګرام د ملاتړ لپاره ۲۰ ټنه طبي توکي ولېږل

هند د افغانستان د ماشومانو د واکسیناسیون پروګرام د پیاوړتیا په موخه ۲۰ ټنه اړین وچ طبي مواد پلازمینې کابل ته لېږلي دي.   دغه توکي د بېلابېلو واکسینونو د ساتنې، ذخیرې او خوندي لېږد په برخه کې کارول کېږي او موخه یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د واکسیناسیون بهیر لا اغېزمن کول […]

بشپړه لیکنه

ایران: موږ له امريکا څه نه غواړو يوازي خپل اساسي حقونه ترې اخلو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې تهران له امریکا سره د پاکستان له لارې مذاکرات پر مخ وړي او په دې بهیر کې خپلې دریځونه او غوښتنې تعقیبوي.   بقایي زیاته کړې، چې ایران له امریکا کومه ځانګړې غوښتنه نه لري، بلکې یوازې د خپلو اساسي حقونو د تأمین غوښتونکی […]

بشپړه لیکنه

مسکو او بیجینګ د افغانستان د ترهګرۍ ضد مبارزې د پیاوړتیا ملاتړ وکړ

روسیې او چین په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې ترهګري لا هم د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي او د دې خطر د مخنیوي لپاره باید نړیواله او سیمه‌ ییزه همکاري نوره هم پیاوړې شي.   دغه اعلامیه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر […]

بشپړه لیکنه

ملګري ملتونه: تر دا مهاله نږدې ۶ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې شپږ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي او د هغوی د ملاتړ لپاره یې د نورو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ ۵۲۹ میلیونه ډالري پلان هم پيل کړی دی. د یاد سازمان په وینا، تمه ده چې د روان میلادي کال تر پایه درې میلیونه […]

بشپړه لیکنه

روسيه: د تهران او واشنګټن مذاکراتو کې د لاس وهنې اراده نلرو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو بهیر ته د مستقیمې ننوتنې او یا هم لاسوهنې هېڅ اراده نه لري او هیله‌ مند دی چې دغه خبرې بریالۍ پایلې ولري.   لاوروف د استوايي ګینه د بهرنیو چارو وزیر سیمون اویونو اسونو انګه سره تر […]

بشپړه لیکنه

ترکمنستان افغانستان ته د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا پروژې چاري چټکوي

د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالحق همکار په ترکمنستان کې د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر اننه ګیلدي سپروف سره د لیدنې پرمهال د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد پروژې او د انرژۍ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.   د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، عبدالحق همکار ویلي چې د […]

بشپړه لیکنه

ترکيه د مالدارۍ په برخه کې ۲۰زره افغان کارګرو ته ویزې صادروي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د ترکیې د ډیپلوماټیک پلاوي مشر په کابل کې له د یاد وزارت له وزير مولوي عبدالکبير سره لیدنه کې اعلان کړی، چې ترکیه د مالدارۍ په برخه کې ۲۰ زره افغانانو ته ویزې ورکوي.   د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې […]

بشپړه لیکنه

پښتین: د بشري حقونو بنسټونه د پښتنو د ستونزو په اړه چوپ پاتې دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي چې د پاکستان پوځ په پښتني سیمو کې د ملکي وګړو پر نښه کولو لړۍ روانه ساتلې، خو د بشري حقونو نړیوال او سیمه‌ ییز بنسټونه د دې پېښو په وړاندې چوپ پاتې دي او هېڅ عملي اقدام نه کوي.   هغه په یوه تازه ویډیويي […]

بشپړه لیکنه

باجوړ کې د پاکستاني پوځ پر مېنا کمپ وسله‌ وال برید کې ۱۵ پوځيان وژل شوي

د مستعمرې پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په مېنا سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوه پوځي کمپ وسله‌ وال برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.   د پوځي سرچینو او راپورونو له مخې، برید لومړی د یوې درانه ځانمرګي برید له په […]

بشپړه لیکنه