د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو بهیر ته د مستقیمې ننوتنې او یا هم لاسوهنې هېڅ اراده نه لري او هیله مند دی چې دغه خبرې بریالۍ پایلې ولري.
لاوروف د استوايي ګینه د بهرنیو چارو وزیر سیمون اویونو اسونو انګه سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، روسیه نه غواړي د واشنګټن او تهران ترمنځ په روانو مذاکراتو کې مداخله وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې په وروستیو کلونو کې د ایران او روسیه ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکې پراخې شوې دي.
خو لا هم څرګنده نه ده، چې که د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمه جګړه شدیده شي، مسکو به تر کومې کچې د تهران ملاتړ وکړي.
د روسیې دغه دریځ په داسې وخت کې څرګندېږي، چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو د درېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.
