ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې شپږ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي او د هغوی د ملاتړ لپاره یې د نورو مرستندویه بنسټونو په همکارۍ ۵۲۹ میلیونه ډالري پلان هم پيل کړی دی.
د یاد سازمان په وینا، تمه ده چې د روان میلادي کال تر پایه درې میلیونه نور کسان هم افغانستان ته راستانه شي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل څخه تر ډسمبر پورې به شاوخوا ۱.۷ میلیونه کسان له ایران او ۱.۱ میلیونه نور له پاکستانه افغانستان ته ستانه شي.
د راپور له مخې، د کډوالو دغه پراخ بهیر پر افغانستان اقتصادي او ټولنیز فشارونه زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، ډېری ستنېدونکي ښځې او ماشومان دي، چې له افغانستان سره محدود بلدتیا لري.
Total Views:
0
