اریانا افغان هوايي شرکت د کابل ـ ډیلي کارګو مسیر بیې راکمې کړې

خبرونه سوداگري کورني خبرونه ګټور خبرونه

اریانا افغان هوايي شرکت د کابل ـ ډیلي کارګو مسیر بیې راکمې کړې

 

 

اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د کابل او ډیلي ترمنځ د کارګو مسیر د بیو په کمولو سره یې د افغان سوداګرو او صادرونکو د ملاتړ لپاره نوی اقدام کړی دی.

 

د شرکت د معلوماتو له مخې، د نوي نرخ پر بنسټ د هر کیلوګرام کارګو بیه ۱.۲۰ امریکایي ډالرو ته راټیټه شوې، چې موخه یې د صادراتو لپاره د لېږد لګښتونو کمول او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول دي.

 

د اریانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌ الرحمن شرافت ویلي، دا پرېکړه به د افغاني تولیداتو د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي او د هېواد سوداګرو ته به د نړیوالو بازارونو د لاسرسي زمینه لا پراخه کړي.

 

نوموړي زیاته کړې چې اریانا افغان هوايي شرکت هڅه کوي د هوايي ترانسپورټ په برخه کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اغېزمن خدمات وړاندې کړي، څو د هېواد اقتصادي فعالیتونه پیاوړي شي.

 

دغه شرکت ټینګار کړی چې د کارګو د بیو کمول د هېواد د اقتصادي ودې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د صادراتو د پراختیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

 

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: