د بهرنیو چارو وزير : د ورزشي ډیپلوماسۍ له لارې نړیوالې اړیکې پیاوړې کوو

خبرونه کورني خبرونه ګټور خبرونه

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غیږنیونې نړیوالې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د ورزشي ډیپلوماسي له لارې هڅه کوي له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.

 

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې متقي د یادې نړیوالې جشنوارې د ګډون کوونکو هېوادونو له ورزشي استازو سره لیدلي دي.

 

په دې لیدنه کې متقي د افغانستان او سیمې ترمنځ کلتوري یووالی او اړیکې تاریخي بللي او ویلي یې دي چې د ورزشي ډیپلوماسۍ له لارې هڅه کوي له نړیوالې ټولنې سره اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.

 

هغه زیاته کړې چې د ورزشکارانو لپاره د ویزو او نورو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې هڅې روانې دي او په وینا یې د وروستیو کلونو په ترڅ کې د دودیزو لوبو او ورزشونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

 

 

 

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: