د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د هند په نوي ډیلي کې د پرون ماښام له شوې چاودنې وروسته وضعیت له نږدې څاري.
واشنګټن د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره ښه کېدو هیله کړې ده.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي دغه پېښه تروریستي بللې او ويلي یې دي چې چارواکي یې د بشپړ ارزونې او څېړنې لپاره کار کوي.
Total Views:
0
