ایران د کابل-اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو ته اندېښنه څرګنده کړې

خبرونه

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هر ډول کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

نوموړي ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناامني او تريخوالی کولای شي د سيمې پر عمومي امنيت او ثبات ژور اغېز ولري.

د ايراني رسنيو د راپور له مخې، بقايي زياته کړې، چې تهران چمتو دی د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د حل او د کړکېچ د زياتېدو د مخنيوي په موخه هر ډول مرسته او منځګړيتوب وکړي.

هغه ټينګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان د پولو امنيت نه يوازې د دواړو هېوادونو، بلکې د ټوله سيمې د ثبات لپاره حياتي ارزښت لري.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: