د استرالیا دفاع وزیر: د ایران له لوري د هرمز تنګي تړل کېدو ناهیلي کړي یو

د  د اسټرالیا د دفاع وزیر ریچارډ مارلز ویلي، چې د هرمز تنګی تړل کېدل د ایران له‌ خوا یو نهیلی کوونکی اقدام دی. هغه ټینګار کړی چې لنډمهاله اوربند باید په دایمي اوربند بدل شي، څو تنګی بېرته پرانیستل شي او د نړۍ د سون توکو د رسولو لړۍ عادي حالت ته راستانه شي. […]

بشپړه لیکنه
د ایران ملي حاکمیت او د هرمز تنګي حقونو ته باید درناوی وشي

چین: د ایران ملي حاکمیت او د هرمز تنګي حقونو ته باید درناوی وشي

د ایران د بهرنیو چارو ږزیر سیدعباس عراقچي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې ایران ویلي چې له امریکا سره د سوله ‌ییزو خبرو له لارې د ستونزو حل غواړي. عراقچي د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د چین له هڅو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې […]

بشپړه لیکنه

د ایران او امریکا دوهم پړاو خبرې هم اسلام اباد کې ترسره کیږي

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو به دا اونۍ په اسلام اباد کې ترسره شي. په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو د مذاکراتي ټیمونو استازي ګډون کوي. لومړی پړاو خبرې په ظاهره ناکامې بلل شوې وې، خو وروسته دواړو لورو وویل چې خبرې په […]

بشپړه لیکنه

د تیلو بحران؛ پاکستان د جمهوریت ورځې (مارچ ۲۳) پریډ لغوه کړ

منبع: ټایمز اف انډیا (The Times of India) د پاکستان حکومت تایید کړې چې سږ کال به د مارچ په ۲۳مه نېټه د “جمهوریت ورځې” (Republic Day) ځانګړی پریډ نه ترسره کیږي. د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر د راپورونو پر بنسټ ویلي، چې دغه پرېکړه په منځني ختیځ کې د وروستیو کړکېچونو او په […]

بشپړه لیکنه

کابل کې د هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک جوړونې چارې په چټکۍ روانې دي

د کابل ښاروالي وایي چې د دوی د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لورې د کابل ښار په «بره‌کي څلورلارې» کې د هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پروژه مهمه او ستراتیژیکه ده او د کابل ښار د ترافیکي […]

بشپړه لیکنه

بادغیس کې د ۳۲ بېلابېلو پراختیايي پروژو کارونه پیل شوي دي

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه‌ نو کې د ۳۱۵ میلیونه او ۴۹۰ زره افغانیو په لګښت د ۳۲ بېلابېلو پراختیايي پروژو کارونه پیل شوي دي. د بادغیس ولایت مقام ویلي، په دغو پروژو کې اداري ودانۍ، استنادي دېوالونه، جوماتونه، روغتیايي مرکزونه او د څښاک اوبو څاګانې شاملې دي. د دغو پروژو موخه د عامه […]

بشپړه لیکنه

په بغلان کې د ډبرو سکرو ورځنی تولید ۲۰۰ ټنو ته رسېدلی

د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت مسوولین وايي، چې د بغلان ولایت د پلخمري ښار د کرکر له کان څخه اوس مهال په اوسط ډول هره ورځ ۲۰۰ ټنه ډبرو سکاره استخراج او بازار ته وړاندې کېږي.د یاد شرکت مسوولینو په وینا، په څلورو لویو کانونو کې نږدې ۴۰۰ کسان په مستقیم ډول کار […]

بشپړه لیکنه

د غوري سمنټ فابریکو ورځنی تولید له ۱۵۰ ټنو څخه ۷۰۰ ټنو ته لوړ شوی

د ملي پراختیا شرکت وايي، په بغلان کې د غوري سمنټ فابریکو پخوا په ورځ کې شاوخوا ۱۵۰ ټنه سمنټ تولیداوه، خو اوس یې ورځنی تولید ۷۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی. د دغه شرکت ویاند نبي ارغندیوال ویلي، مخکې د بېلابېلو ستونزو له امله د غوري سمنټ فابریکو تولید کم یا درېدلی و، خو […]

بشپړه لیکنه

کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر: یو شمېر هېوادونه د افغانستان پر ضد منفي تبلیغات کوي

په کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر نندا ایوالیست د غزني له والي عبدالصمد جاوېد سره وکتل. نوموړي وویل چې ځینې هېوادونه د افغانستان پر ضد منفي تبلیغات کوي، خو د کوم هېواد نوم یې وانخیست. هغه زیاته کړه چې هڅه کوي د نړۍ هېوادونو ته د افغانستان رښتینی وضعیت وښيي او د هغوی نظر مثبت […]

بشپړه لیکنه

عمران خان: د فرعونیانو پر ضد د حقیقي ازادۍ لپاره راووځئ

د اسلام‌ اباد یوې محکمې د دولتي ډالیو د فساد په قضیه کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن هر یو په ۱۷، ۱۷ کاله بند محکوم کړل. تر پرېکړې وروسته، عمران خان خپلو پلویانو ته د پراخو لاریونونو غږ کړی دی. د هغه له رسمي ټولنیزو ادرسونو په خپاره […]

بشپړه لیکنه