د ایران د بهرنیو چارو ږزیر سیدعباس عراقچي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې ایران ویلي چې له امریکا سره د سوله ییزو خبرو له لارې د ستونزو حل غواړي.
عراقچي د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د چین له هڅو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې چین به د سولې په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.
وانګ يي بیا ویلي، چې چین د پخوا په څېر د ایران ملاتړ کوي او اوسنی وضعیت یې د جګړې او سولې ترمنځ یو حساس پړاو بللی. هغه ویلي چې د سولې لپاره یو فرصت رامنځته شوی دی.
چین د اوربند او د خبرو اترو د دوام ملاتړ کړی او دا یې د ایران، سیمې او نړۍ په ګټه بللی.
همدارنګه، وانګ ټینګار کړی چې د ایران ملي حاکمیت او د هرمز تنګي حقونو ته باید درناوی وشي، او په دې مهمه سمندري لاره کې د کښتیو د تګ راتګ ازادي او امنیت باید خوندي وي.
Total Views:
1
