د شمال د ډبرو سکرو دولتي شرکت مسوولین وايي، چې د بغلان ولایت د پلخمري ښار د کرکر له کان څخه اوس مهال په اوسط ډول هره ورځ ۲۰۰ ټنه ډبرو سکاره استخراج او بازار ته وړاندې کېږي.د یاد شرکت مسوولینو په وینا، په څلورو لویو کانونو کې نږدې ۴۰۰ کسان په مستقیم ډول کار کوي او هڅې روانې دي، څو د ډبرو سکرو تولید لا زیات شي.هغوی زیاته کړې، چې د بغلان ولایت په پلخمري، تاله وبرفک او نهرین ولسوالیو کې د ډبرو سکرو کانونه د هېواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.
Total Views:
0
