منبع: ټایمز اف انډیا (The Times of India)
د پاکستان حکومت تایید کړې چې سږ کال به د مارچ په ۲۳مه نېټه د “جمهوریت ورځې” (Republic Day) ځانګړی پریډ نه ترسره کیږي. د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر د راپورونو پر بنسټ ویلي، چې دغه پرېکړه په منځني ختیځ کې د وروستیو کړکېچونو او په خلیج کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله د تیلو د رامنځته شوي بحران په غبرګون کې شوې ده.
د اسلام اباد د کلنیو مراسمو دا بې ساري ځنډول په داسې حال کې مخې ته راځي چې په ګاونډي هېواد ایران کې شخړې زور اخیستی. د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسراییلو لخوا د تهران پر ضد د پراخو پوځي بریدونو پیل، په خلیج سیمه کې تاوتریخوالی نور هم زیات کړی او د تیلو نړیوال اکمالات یې اغېزمن کړي دي. د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تیلو شاوخوا پنځمه برخه او د مایع طبیعي ګازو (LNG) څلورمه برخه ترې تېرېږي، د دې شخړو له امله له خنډونو سره مخ شوی، چې پاکستان او نور هېوادونه یې له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.
په پاکستان کې په دودیز ډول د مارچ ۲۳مه په فدرالي پلازمېنه کې د ۳۱ توپونو او په ایالتي مرکزونو کې د ۲۱ توپونو په ډزو سره نمانځل کېږي، چې ورپسې د وسله والو ځواکونو لخوا یو لوی پوځي پریډ ترسره کیږي. خو سږ کال د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې دغه ورځ به یوازې د بیرغ پورته کولو په ساده مراسمو سره په درناوي ونمانځل شي.
په بیان کې راغلي: “دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د پاکستان د ورځې ایډیالونو ته د ملت نه ستړې کېدونکې ژمنتیا د سپما (austerity) له پراخ چوکاټ سره په ټکر کې نه ده.”
د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ لومړي وزیر شهباز شریف د تیلو د نړیوال بحران په ترڅ کې د سونګ توکو د سپما په موخه یو لړ اقدامات اعلان کړل. په دې کې د دولتي ادارو لپاره د کاري ورځو څلورو ته راکمول، د ۵۰ سلنه کارکوونکو له کوره کار کول، د دولتي وسایطو لپاره د تیلو نیمایي کمول، د ۶۰ سلنه دولتي موټرو درول، او د دوو اونیو لپاره د ښوونځیو تړل شامل دي.
حکومت ټولو وزارتونو او ادارو ته سپارښتنه کړې چې د جمهوریت ورځ په درناوي ونمانځي، ترڅو د کمو مراسمو سره سره د دې ورځې ارزښت وساتل شي.
