په هېواد کې د ورستیو پرله پسې ورښتونو او ورسره تړلو طبیعي پېښو له امله، د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې یوازې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۱۳ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د یادې ادارې ویاند، حافظ محمد یوسف حماد، ویلي چې دغه مرګ ژوبله په کابل، بامیان، پکتیا، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او بغلان ولایتونو کې د سختو ورښتونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله اوښتې ده.
د نوموړي په وینا، په همدې موده کې ۹۴ کورونه په بشپړ ډول او ۱۰۷ نور په نسبي توګه ویجاړ شوي دي.
سربېره پر دې، ۱۷ د اوبو او برېښنا شبکې او شاوخوا ۱۲ کیلومتره سړکونه هم زیانمن شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې وروستیو ورښتونو د خلکو پر کرنیز سکتور هم اغېز کړی او د ۵۰۰ باغونو حاصلات زیانمن شوي، ترڅنګ یې ۲۳۱ څاروي هم له منځه تللي دي.
Total Views:
0
