بیجېنګ د ايران په ملاتړ د تورنو چینایي شرکتونو د دفاع او ملاتړ اعلان وکړ

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د چین د بهرنیو چارو وزارت پر هغو درېیو چینایي شرکتونو د امریکا له‌ خوا لګېدلي بندیزونه غندلي، چې ګواکې له ایران سره د همکارۍ له امله پرې لګول شوي دي.

 

د یاد وزارت ویاند ویلي، بیجېنګ دغه بندیزونه ناقانونه ګڼي او ټینګار یې کړی چې چین به په کلکه د خپلو شرکتونو له مشروع حقونو او اقتصادي ګټو دفاع وکړي.

 

نوموړي زیاته کړې، چې چین تل له خپلو شرکتونو غوښتي څو خپل سوداګریز او اقتصادي فعالیتونه د قوانینو او نړیوالو مقرراتو په چوکاټ کې ترسره کړي.

 

د چین د بهرنیو چارو وزارت په وینا، یو اړخیز بندیزونه او اقتصادي فشارونه د نړیوالو اړیکو او سوداګریزو اصولو خلاف دي او د ستونزو د حل مناسبه لاره نه بلل کېږي.

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: